IQNA

 لبنان ته د څوارلسم پاپ سفر؛د سل زره کسانو په دعایئه مراسموکې ئې ګډون

14:29 - December 03, 2025
د خبر لمبر: 3492105
 ایکنا - د نړۍ د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لیئوچې لبنان ته په سفر تللی، پرون  ئې  خپله لیدنه د عامه  خلکو په مینځ کې ددعا په لویو مراسمو سره پای ته ورساوه.

 ایکنانیوز د رویټرز له قوله راپور راکړی، څوارلسم پاپ لېو  خپل لومړی بهرنی سفر  پرون ناوخته د لسګونو زرو لبنانیانو په شتون کې په دعا کولو سره پای ته ورساوه.

په دې سفر کې هغه د مینځني ختیځ د سولې غوښتنه وکړه او خبرداری ئې ورکړ چې د نړۍ خونړیو جګړو د بشریت راتلونکی له خطرو  سره مخ کړی دی.

پاپ لېو، چې لومړی امریکایي پاپ دی، د بیروت په بندر کې د ۲۰۲۰ کال د کیمیاوي چاودنې په ځای کې دعا وکړه، او له خپل لوری ئې  د بیروت په ماسپښین  کې د رم پر لور د روانېدو نه مخکې د دې ښار په ساحل کې د کاتولیکانو د عشای رباني مراسم مشري وکړه؛ وئيل کیږي چې  کابو یو لک  کسانو پکې ګډون  کړی دی.

پاپ چې وائي د سولې په یو مأموریت کې ئې  سفر کړی ، د لبنان له مشرانو غوښتي چې د تېر کال د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ د ویجاړوونکې جګړې او د اسراییلو د پرله‌پسې بریدونو وروسته د سولې هڅې ونه دروي.

پاب لېؤ د دوشنبې په ورځ د لبنان له بېلابېلو مذهبي ډلو له مشرانو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د کلونو شخړو او سیاسي ـ اقتصادي بحرانونو وروسته، چې د مهاجرت پراخه څپه ئې رامنځته کړې، د هېواد د رغونې لپاره سره یو موټی شي.

هغه له مسیحي، سني، شیعه او درزي رهبرانو سره خبرې وکړې څو وښئي چې د بېلابېلو دودونو خلک کولای شي یو ځای ژوند وکړي او د درناوي او خبرو اترو پر بنسټ یو متحد هېواد جوړ کړي.

د لبنان د عالي اسلامي شيعه شورا مرستیال، شیخ الخطیب،  پرون د بیروت په بین‌ادیاني غونډه کې چې پاپ هم پکې ګډون کړی و، د پاپ سفر «د هیلې او یووالي فرصت» وباله او وې ویل: «موږ ستاسې دریځونه په دې سختو شپو ورځو کې چې زموږ هېواد لبنان ورسره مخ دی، د  درناوي وړ بولو. هیله لرو چې دا سفر ملي یووالي پیاوړی کړي او د اسراییلي تېریو له امله رامنځته شویو دردونو په کمېدو کې مرسته وکړي.»

هغه ټینګار وکړ چې د شیعه مسلمانانو روحاني فرهنګ «د انساني ورورولۍ او د اسلام د ښوونو» پر بنسټ ولاړ دی او د دینونو د پیروانو اړیکې باید په خبرو اترو، همکارۍ او ګډ ژوند ولاړې وي.

https://iqna.ir/fa/news/4320397

captcha